سیاست

په بريتانيا کې دافغانستان سفير : پاکستاني التباره بريتانويان په افغانستان کې په جګړې بوخت دي . // دننګرهار دوالي وياند : په ننګرهار کې ټول داعشيان دپاکستان اتباع دي .

-کابل باختر د زمري  څوارلسمه
  په بريتانيا کې دافغانستان سفير  سيد طيب جواد انګليسي ژبې  ورځپاڼې  ډيلي ميل ته ويلي دي چې په دې وروستيو وختو کې يوشمير پاکستاني  التباره بريتانويان چې له داعش سره اړيکې  لري دافغانستان په ختيځو سيمو کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري ، ليدل شوي دي
دده دڅرګندونوله مخې ، دغه کسان نه يواځې  دافغانستان دامنيت لپاره يو جدي ګواښ دى بلکې دبريتانيا پرخلاف ګواښ هم بلل کېږي .
ده زياته کړه هغه کابو  ٩٠٠ تنه بريتانيويان   چې عراق او سوريې ته تللي وو همدا اوس دهغوى استوګنځي  په اړوند دقيق خبر په لاس کې نشته . ښايي دغه کسان هم افغانستان ته تللې وي .
دسيد طيب جواد دڅرګندونوله مخې، دداعش ډله په افغانستان کې سمبالې   تمريني اردوګاوې لري او خپل جګړه ماران نورو هېوادونو ته استوي .
ده ټينګار کړى دى  چې دداعش بهرني  افراد کولاى شي د نړۍ په هره سيمه کې فعاليت ولري ځکه له دغو کسانو څخه يوشمير يې له سيمه ئيزو  لهجو  اوژبې سره هم بلدتيا  لري . ده دغه راز وويل چې دغه کسان به دتل لپاره په افغانستان کې پاتې نه شي ځکه دغه ډله له افغانستان څخه دجګړه مارانو دتوليد په مقصد زياته استفاده کوي .
ده ټينګار وکړ چې دنړۍ ټول هېوادونه دې بايد د ډار اچوونکو پرخلاف مبارزه وکړي او پرې نه ږدي  چې افغانستان دبهرنيو  ډار اچوونکو  لپاره په مناسب ځاى بدل شي .
داپه داسې حال کې ده چې دداعش دډلې بهرني جګړه ماران  کابو دوه کاله کېږي چې افغانستان ته تللي دي .  اوزياتره  دغه  کسان دافغانستان په ختيځ ننګرهار او ددغه هېواد په شمال جوزجان کې دهغو طالبانو تر څنګ شتون لري چې له خپلې رهبرۍ  څخه بيل شوي او دداعش نوم يې ځان ته ګتلى دى .
  خو دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي ټينګار کوي چې داعشيان په پاکستان کې مرکز لري او له دغه هېواد څخه افغانستان ته تګ راتګ کوي .
  خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل  دداعش دډلې دافرادو غوڅ اکثريت چې په ننګرهار ولايت کې دافغانستان دخلکو اوزموږ ددولتي  ځواکونو پرخلاف  جګړه کوي د پاکستان اتباع دي .
دى وايي هغه څه چې موږ ته تثبيت شوي دي دادي چې په افغانستان کې شته داعشيان پاکستانيان دي .
ديادونې وړ ده چې څه موده مخکې دروسيې  مرکزي  استخباراتو  ديوه رپوټ  په برابرولو سره اعلام کړى و چې داعشيان له سوريې  او عراق څخه دبيړيو په واسطه دپاکستان کراچۍ  او دپيښور  له لارې افغانستان ته ليږدول کېږي . دروسيي  مرکزي  استخبارات ، پاکستان افغانستان ته د داعش دتروريستانو دترانزيت اصلي تګلورى دى .
دبريتانيا پاکستاني التباره اتباعو دشتون خبره په داسې حال کې طرحه کېږي چې پخوا افغان امنيتي بنسټونو د طالبانو تر څنګ دفرانسې ،  قرغزستان ، چين او د منځنۍ اسيا ديوشمير نورو هېوادونو دطالبانو تر څنګ ددغو هېوادونو داتباعو دشتون خبره کړې ده .
  ختم(_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته