ښوونه او روزنه

په تخارکې دپوهنې دستوري په سياليوکې پنځوس تنه ګټوونکي دجايزې وړ وبلل شول

تالقان – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
په تخار ولايت کې د پوهنې د ستوري د سياليو پنځوسو تنو ګټوونکو ته جايزې ورکړى شوې .
د باختر آژانس خبريال د تالقانو له ښار څخه خبر ورکړ :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د پوهنې د چارواکو، درنو عالمانو او د لسګونو تنو زده کوونکو په ګډون د تخار ولايت د پوهنې رياست په صالون کې جوړه شوې وه؛ له لومړى مقام څخه تر څلورم پورې په کندز ولايت کې د سلام او په تخار ولايت کې په فجرستان، خانه دانش او پيمان په پوهنتونوکې د وړيا زده کړې زمينه برابره شوه .
د تخار ولايت د پوهنې تدريسي مرستيال حسام الدين نظري باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې آزموينه کې څه د پاسه زرو تنو نجونو او هلکانو برخه لرله چې له هغو څخه پنځوسو تنو د پوهنې ستوري ته لاره وموندله او نورو ته ستاين ليکونه ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته