امنیت

په کندز کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يو ه ډيپو کشف او ترلاسه شوه .

کابل باختر  دچنګاښ دريمه

 دطالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو پرون  دپوليسو له خوا په کندز ولايت کې کشف  او ترلاسه شوه .

  دکندز ولايت  د پوليسو ويندوى سيد سرور حسيني  باختر اژانس ته وويل چې دپوليسو ځواکونو  دخان اباد ولسوالۍ په  قرم قل  کلي کې  دعملياتو په ترسره کولو سره  د طالبانو  د جنګي وسايلو  يوه ستره ډيپو کشف  او ترلاسه کړه .

  يوه اړونده خبرځاى وويل په دې ډيپو کې  ډول ډول ماينونه  کلاشينکوفونه  ، لاسي بمونه  ،  دداشکي  او دوه اتيا ملي متري توب ګولۍ  او زيو ماينونه ترلاسه شوي دي .

  ويل کيږي  چې  طالبانو له دغې  ډيپو څخه  دترورستي  بريدونو دترسره کولو لپاره  استفاده  کوله .

  دغه راز  دکندز ولايت  دپوليسو ځواکونو  دهغو تصفيوي عملياتو په دوام  چې  څه موده مخکې يې  په دغه ولايت کې  پيل کړي دي  يوه اندازه جنګي وسايل او مهمات  ترلاسه کړي دي

  دکندز ولايت دپوليسو ويندوى سيد سرور حسيني باختر اژانس ته وويل  چې دغه عمليات  د تيري  يوې اوونۍ په بهير کې  دخان اباد ولسوالۍ  د اقتاش  ، بوئين  او دچارتوت  په کليو کې  ترسره شوي دي  چې له امله يې  يو هاوان ، يو زيکو يو ،  يو کلاشينکوف ، ددوه  اتيا ملي متري توپ ديرش ګولۍ ، دتوغندي  ويشتونکي څلور ديرش ګولۍ دهاوان  شپاړس ماينونه  شپږ لاسي بمونه  ، او دپيکا  زر ګولۍ  دپوليسو  لاس ته ورغلي دي .

  خبرځاى زياته کړه چې دغه عمليات  دوسله والو مخالفينو له شتون څخه ددغو ساحو  تر بشپړ  پاکيدو پورې دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته