فرهنګ

د مبارکۍ پيغام

کابل باختر د چنګاښ څوارلسمه :
د نيکمرغه کوچني اختر د را رسيدو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت او منسوبينو د مبارکۍ پيغام 
  نيکمرغه کوچنى اختر دې زموږ ټولو ګرانو هېوادوالو ته مبارک وي !
د لوى خداى ( ج ) په دربارکې شکر اداکوو چې د نړۍ د نورو مسلمانانو ترڅنګ يې زموږ مسلمانو خلکو ته دغه نعمت ور په برخه کړ چې د روژې مبارکه مياشت، د عباداتو او طاعاتو مياشت او د لوى خداى ( ج ) د ميلمستيا مياشت تېره کړو.
لوى خداى ( ج ) د دغې مبارکې مياشتې په برکت او د افغانستان د مظلومو او شهيدپالو خلکو د دعا په برکت په دغه هېوادکې د سولې، اخوت، يو والي او ورورولۍ فضا واکمنه کړي.
له شک پرته زموږ مسلمان خلک د روژې په مبارکه مياشت کې په هغو دردونو اوکړاونو چې زموږ هر هېوادوال ورسره مخامخ وو؛ خبر شول او د هغوى ستونزې يې له بل هر وخت څخه زياتې درک کړې.
هيله ده چې د روژې د مبارکې مياشتې په پاى ته رسيدو او د نيکمرغه کوچني اختر په پيل کيدو سره مستضعف کسان،کونډې، يتيمان او د خپلو ګرانو شهيدانو وارثان هير نه کړو او د ايمان په قوت او په ټول سخاوت سره د هغوى مرستې ته ور ودانګو چې څه ناڅه کړاوونه او دردونه يې کم کړو او اختر او خوشحالي له هغوى سره شريکه کړو.
د لوى خداى (ج ) له دربارڅخه غواړو چې موږ ته توفيق راکړي چې د هغو کسانو په جمله کې و اوسو چې د خپل يو مياشتني کړاو حاصل له دغو ټولو عباداتو وروسته وساتو او دا کار يواځې خلق الله ته په خدمت کې شونى دى.
ټولوهېوادالو ته له خوشحالۍ او نيګمرغۍ سره جوخت نيکمرغه اختر هيله کوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته