امنیت

په قندهار ولايت کې د اووه تنه طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د وري  يو ويشتمه :
  اووه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې په نويو نښتو کې ووژل شول .
په  دغو وسله والو طالبانو باندې نن سهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ډزې وشوې
دافغانستان په جنوب کې يوه پوځي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل : وسله والو طالبانو غوښتل په ارغنداب ولسوالۍ کې دسپرليو په موټرو بريد وکړي چې پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي په دې نښته کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته