کابل باختر د تلي شپاړلسمه ::
اته تنه وسله وال طالبان دپوځيانو په نښتو کې په لغمان ولايت کې ووژل شول
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه دلغمان ولايت د مهترلام ښار دلويې لارې په اوږدو کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و .
دهيواد په ختيځ کې دپوليسو يوه چارواکي باختراژانس ته وويل چې په دغه بريدکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: په موټرسايکل سپاره وسله وال طالبان دمهترلام ښار په لويه لاره کې په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې بريد پرې وشو.
ويل کېږي په دغو بريدونوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په لغمان ولايت کې امنيتي مامورانو اته تنه دجنايي جرمونو په تور ونيول .
دغه کسان دغلا ، شوکمارى او دنشه يي توکو په قاچاقو تورن دي چې پرون ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ونيول شول .
ختم_عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل