فيروزکوه باختر دوري دمياشتې ٣١ نيټه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون تښتول شوي کارکوونکي پرون په غور ولايت کې خوشي شول.
دغور دامنيې قوماندانۍ وياند محمداقبال نظامي باختر آژانس ته وويل ؛ دانتخاباتو دخپلواک کميسيون درې تنه غړي له دوو تنو پوليسانو سره چې څو ورځې مخکې د الله يارله کلي څخه د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي و ، ددغه ولايت د مسوولانو اوسپين ږيږو دهلو ځلو اومنځګړيتوب له امله بيرته خوشي شول.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ