ټولنه

د دوشي ولسوالۍ په تصميم نيونو کې د ښځو رول ټاکونکی دی

کابل / د وږي١٤مه / باختر

د بغلان د دوشي ولسوالۍ په پرمختیايي شوراګانو کې د ښځو رول ټاکونکی دی او د هغوی له مشورې پرته هېڅ کار نه ترسره کېږي، خو هغه ښځې چې په نا امنو ساحوکې ژوند کوي؛ له دغه صلاحیته بې برخې دي. په دوشي ولسوالۍ کې د نجونو د يوې لېسې مدیرې قدسیې اماني له باختر آژانس سره په خبرو کې وويل چې له څلورو کلونو راپدېخوا د دوشي ولسوالۍ د پرمختیايي شورا غړې ده. هغې زیاته کړه چې د دوشي ولسوالۍ په پرمختیايي شورا کې ٢٠٠ کلي شامل دي او په هغې کې ښځې د تصمیم نيونو په پام کې نیولو سره ځانګړى ځای لري. قدسیې وویل چې دغه شورا د آغاخان پرمختیايي بنسټ په ملاتړ جوړه شوې ده، د ١٠ ښځو په ګډون ٣٠ غړي لري او د پرمختيايي پروژو په تطبیق، د نیالګیو په کېنولو، په ښوونځيو کې د ماشومانو په شاملولو، د واکسین په تطبیق او نورو پروګرامونو کې ښځې د نارینه وو ترڅنګ کار کوي. د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري د دغې ولسوالۍ په تصمیم نیونو کې د ښځو پر رول او مقام ټینګار وکړ او ويې وویل چې د ښځو له پرېکړې پرته، هېڅ تصمیم نه نيول کېږي. ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته