امنیت

دري تنه وسله وال طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٧ :
درې تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره  په  نويو نښتو کې  ووژل شول.
دغه نښته تيره شپه  د تورخم په لويه لاره کې دبټي کوټ په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه  چې وسله والو طالبانو دپوليسو په ګزمې بريد وکړ.
ننګرهار ولايت دعملياتو د ګډې قوماندانۍ مرستيال باخترآژانس ته وويل : 
چې په  دې نښته کې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او دوه تنه نور يې ټپيان شول او دوسله والو طالبانو يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم  دپوځيانو لاسته ورغلې دي .
ددغه امنيتي مسوول  دڅرگندونوله مخې : په دې پيښه کې  سرتيرو  او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته