کابل باختر دغويي دمياشتې ١٦ نيټه :
د اساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې د خپلواک کمېسيون په غونډه کې په ننګرهار ولايت کې د پاکستاني کلدارو د چلند د څرنګوالي په باب خبرې اترې وشوې .
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ د اساسي قانون پرتطبيق باندې د څارنې د خپلواک کمېسيون په غونډه کې چې نن د دغه کمېسيون د ريېس قانونپوه ډاکټرمحمدقاسم هاشم زي په مشرۍ جوړه شوه، په ننګرهار ولايت کې د پاکستانيو کلدارو د راکړې ورکړې ،د اقتصادي او تجارتي معاملو په اجرا کولو او د پاکستاني کلدارو دڅرنګوالي په باب خبرې وشوې .
په دې غونډه کې څرګنده شوه چې د افغانستان بانک د اساسي قانون د دولسمي مادې د حکم پربنسټ په هېواد کې د پيسو دخپرولو او د پولي سياست د طرحې او تطبيق مسوول دى .
له همدې امله د افغانستان بانک رياست ته دې بلنه ورکړ شي چې دکمېسيون په يوه غونډه کې ګډون وکړي او د هېواد په بازارونو کې د پاکستاني کلدارو د راکړې ورکړې د مخنيوي په لاره کې د دغه بانک د اقداماتو په باب څرګندونې وکړي.
دغه راز د اساسي قانون د حکمونو د نقضولو په اړوند په دولتي ادارو کې د اجرااتو د څارنې څانګه وڅېړل شوه او پريکړه وشوه چې؛ دکمېسيون ټولې مسلکي څانګې دې د اساسي قانون د نه تطبيق او تقضولو په باب خپل رپوټونه د توحيد په مقصد د رپوټ ورکولو کمېټې ته وړاندې کړي او دکمېسيون دغړو له تايېد وروسته دې د کمېسيون د قانون داتمې مادې دشپږم جز له مخې د جمهوري رياست عالي مقام ته ولېږل شي څو د اساسي قانون د حکمونو دنقضولو مخنيوى وشي. پاى ج ذ