ښوونه او روزنه

دکانکور دازموينو نتيجې دکب دمياشتې تروروستيو پوري اعلاميږي

–  کابل باختردکب دمياشتې ١٨ :

دلوړو زده کړو په پوهنتونونو اوموسسو کې دشموليت دکانکور دازموينې نتيجي دروان کال دکب دمياشتې  تر وروستيو پوري اعلاميږي .

دلوړو زده کړو وزارت ويندوى پوهنمل عبدالعظيم نوربخش باختراژانس ته وويل   له ټول هيواد څخه څه ناڅه يوسلو شپيتوزرو داوطلبانو سږکال دکانکور ازموينه ورکړې ده چې له دې جملې څخه به پنځه ديرش زره تنه په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې اويوشمير نوريي دنيمه لوړو زده کړو په موسسو کې ومنل شي .

ده زياته کړه سږکال ٢٣٠ کودڅانګې دنظر وړ څانګو دټاکنې په مقصد دداوطلبانو دازموينو په پاڼو کې موجود و چې دهيواد دپوهنتونونو اودلوړو زده کړو دموسسو ١٣٠ پوهنځي کېږي .

نوربخش زياته کړه  دلوړو کړو وزارت دکانکور ازموينې دنيتجې اخيستنې په بهيرکې دشفافيت  دتامينولو په خاطر تل هلې ځلې کوي او اوس هم هڅه کوي چې دغه پروګرام په ښه ډول ترسره شي .

ده وويل اوس دکانکور دازموينو رياست دازموينې دنتيجي اخيستنې په خاطرپه کار بوخت دي .

دلوړو زده کړو وزارت ويندوى زياته  کړه که چېري له کومې تخنيکې ستونزي سره مخامخ نه شي دروان کال دکب دمياشتي تروروستيوپوري دکانکور نتيجې اعلاموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته