امنیت

پنځه تنه طالبان دقندهار په بولدک کې ووژل شول

 کابل باختر دثوردمياشتې ٢٥ :
وسله والو طالبانو د قندهار ولايت  په سپين بولدک کې د سرحدي پوليسو  د چټک غبرګون په کنډک ناکام تروريستي بريد ترسره کړ.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر  باخترآ ژانس ته خبرورکړ  :
پنځوتنو ترويستوطالبانو دتيرې شپې داتو بجوپه شاوخواکې په چاوديدونکو توکو
بار له يو جيپ موټر څخه په استفادې سره په سپين بولدک کې دسرحدي پوليسو  دچټک غبرګون دکنډک په قراول بريد وکړ؛ يو تن يې ځان په  خپلې واسطې سره  د قطعې په دروازه کې وچاوه او څلور تنه نور يې دسرحدي پوليسو دچټک غبرګون دقطعې دقرارګاه انګړ ته ننوتل چې دسپين بولدک دولسوالۍ دسرحدي پوليسوله سخت مقاومت سره مخامخ شول او له امله يې څلور تنه يرغلګر تروريستان  ووژل شول .
په دې پيښه کې د سرحدي پوليسو دوه تنه منسوبين  د هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې شهيدان او اته تنه نور يې ټپيان شول.
دکورنيو چارو وزارت د شهيدو پوليسانوکورنيو ته د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو د څرګندولو په ترڅ کې د لوى خداى (ج ) له دربارڅخه د دغې پيښې شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د بيا روغتيا هيله کوي .
دکورنيو چارو وزارت په دې باور دى چې دافغانستان دخلکو دښمنان دهرې ورځې په تيريدوسره د ملي پوليسو په وړاندې د مقاومت وس له لاسه ورکوي او په  ډارن  ډول په دغه شان بريدونو لاس پورې کوي چې د دوى له وژنې او مخ تورى پرته بله  نتيجه نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته