ورزش

دميهن او دافغان کلپ دنجونو دفوټبال ټيمونه سيالي کوي .

کابل باختر د غبرګولي  اوولسمه :
دنجونو دفوټبال دغوره ليګ سياليو وروستي پړاو نن په کابل کې پيليږي .
دهيواد فوټبال فدراسيون دخپرونو مسوول عبدالرشيد عزيزي دباختراژانس خبريال ته وويل، ټاکل شوې ده په دغوسياليو  کې دميهن او افغان کلپ ټيمونه سيالي وکړي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، دنجونو دفوټبال دغوره ليګ  سيالۍ چې له دريو اوونيو دراپديخوا  دفوټبال فدراسيون په ورزشي ډګر کې داتو ټيمونو ترمنځ  پيل شوې وې   له هغې  جملې څخه دميهن او افغان کلپ ټيمونو وکولاي شول ددغوسياليو وروستي پړاو ته لاره ومومي چې نن سيالي کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته