فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين دامام صاحب دروضې دبيا جوړولو دکار بهير وکوت

کابل باختر دليندي څوارلسمه
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي اداري او دګرځندوى معين  پوهنمل نبي فراهي  نن په داسې حال کې چې سلاکار وزير او دکندز والي محمد انورجګدلک او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو رييس  عبدالاحد عباسي  ورسره و دکندز ولايت  دامام صاحب  زيارت دروضې  دبيا جوړولو دکار  بهير وکوت .
  دکندز له ښار څخه دباختر اژانس  دخبريال دخبر له مخې ،  دامام صاحب زيارت دترميمولو دپروژې  څارونکې  انجنير عبدالقدوس احمدي وويل  ددغې پروژې کار داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له بودجې څخه   د درې ويشتو  مليونو دري سوه  پنځوسو زرو افغانيو په لګښت  په سلو کې پنځه اويا پرمخ تللي دي او د١٣٩٢ کال  دثور ترمياشتې پوري به  پاى ته ورسيږي .
  دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين په يو خبري کنفرانس کې ګډون وکړ او دژورنالستانو پوښتنو ته يې ځواب ووايه .
  دغه راز  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين دامام صاحب ولسوالۍ  له مخورو او مشرانو سره  خبري وکړي او دامام صاحب دروضې  دزيارت په اړوند يې  دهغوى يو لړ نظريې او وړانديزونه  وليکل .
  عبدالقدوس احمدي وويل چې دامام صاحب  دروضې دزيارت  ترميماتي کار له دوو کلونو څخه  راپديخوا  پيل شوي و چې دځينومعذرتونو او دامنيتي ستونزو له امله  ددغې پروژي  دبيا جوړولو کار  له ځنډ سره مخامخ شو .
  دکندز امام صاحب زيارت د تيموريانو په دوري پوري اړه لري او کار يې  دشارخ  ميرزا په زمانه کې  پيل شو او په هماغه وخت کې په نيمکاره ډول پاتي شو او دمرادبيک په زمانه کې  کار يې بيا پيل شو او ځيني برخې يې  دامير عبدالرحمن خان په زمانه کې مرمت  شوي  چې دغه ودانۍ اته سوه کاله مخکې  جوړه شوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته