فرهنګ

دخپرونو د چارو معينه: خبريالان دې په مسلکي پوهې سره د افغانستان د نوى څيرې منعکس ورکولو ته دوام ورکړي

کابل باختر دکب  شپږ ويشتمي
په کابل کې د سويډن د سفارت مستشار او د سياسي  چارو لوى رييس او د سويډن د ملي راډيو نشراتي منشي نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو له معينې سره وکتل.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې کتنه کې د سويډن د سفارت مستشار  کرستين نيلسن د سويډن د هيواد يو ليک د خپرونو د چارو معينې ميرمن سيمين  حسن زاده ته وړاندې کړ او د هغه سويډني خبريال د وژونکو د پيژندنې د نيولو په برخه کې يې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د همکاري غوښتنه وکړه چې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دکابل ښار د وزير محمد اکبرخان په سيمه کې ووژل شو.
ميرمن حسن زاده د دې ترڅنګ چې دخپلې ډاډګيرنې اوخواخوږۍ مراتب دسويډن  سفارت، د وژل شوى خبريال کورنۍ او د سويډن خلکو ته څرګندکړل ويې ويل: په خبريالانو بريد، د بيان په آزادۍ بريد بلل کيږي. زه په ډيروسختو الفاظو سره ددغې پيښې عاملين غندم.
دخپرونو د چارو معينې هيله وکړه چې په راتلوونکي کې د دغه شان زړه بوږ نوونکې پيښې شاهده ونه اوسي او بهرني خبريالان د پخوا په شان په مسلکي پوهې سره د افغانستان د نوې څيرې په منعکس کولوکې خپل کارته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته