امنیت

دقوشټيپې ولسوالۍ دامنيتي ځواکونو په لاس کې ده .

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
  دهېواد په شمال کې دپامير د ٧٠٧ زون وياند وايي چې دجوزجان ولايت دقوشټيپې  ولسوالۍ لاتراوسه پورې دامنيتي ځواکونو په لاس کې ده .
دپامير د ٧٠٧  زون وياند سيد سرور حسيني دمخالفينو له خوا دجوزجان ولايت دقوشټيپې  ولسوالۍ دنيولو خبر ردکړ  او ويې ويل چې دغه ولسوالۍ  دامنيتي ځواکونو په لاس کې ده اوله څو ورځو راپديخوا دامنيتي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ سختې نښتې دوام لري .
ده دغه راز وويل چې دطالبانو دکلابندۍ   دکړۍ  دماتولو لپاره په دغې ولسوالۍ کې بيړنيو هوايي مرستو ته اړتيا ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته