ټولنه

دچار درې ولسوالۍ ٣٠٠ بې ځايه شوي کورنۍ مرسته ترلاسه کړه .

-کابل باختر د سلواغې  اوومه :
دکندز ولايت په چار درې ولسوالۍ کې له درې سوه بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، دغه مرسته دلايف  ستار شرکت درييس محمد يوسف  مومند له خوا په هغو کورنيو چې دنهر صوفي او دچار درې ولسوالۍ ديتيم  له کليو څخه بې ځايه شوي دي وويشل شوې او په هرې کورنۍ شړى  ، اوړه ،وريجې  ، غوړي ، بوره ، چاى  ، آش مکروني او مالګه وويشل شوې .
دکندز والي اسد الله عمر خيل ددغو مرستو دويشلو په بهير کې  له نورو سوداګرو څخه هم  وغوښتل چې ددغه ولايت له بې ځايه شويو او نورو اړو کورنيو سره مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته