امنیت

په طرابلس ښارکې د وروستيو نښتو له امله ٩٧ تنه ووژل شول

طرابلس- فرانسپرس – باختر د زمري دمياشتې ٦
د طرابلس ښار په نړيوال هوايي ډګر دکنترول په سر په ليبيا کې دسيالو مليشو ترمنځ د دوو اوونيو نښتو په بهير کې څه ناڅه ٩٧ تنه وژل شوي دي او څلور سوه تنه نور ټپيان شوي دي .
باختر آژانس دفرانسې دخبري آژانس له خولې خبرراکړ.
ليبيا په تيرو دوو اوونيو کې د ٢٠١١ کال دنا آراميو له وخت څخه چې ددغه هيواد دپخواني ديکتاتور معمرالقذافي دحکومت دنسکوريدو سبب شو دخونړيو تاوتريخوالو ډګر دى.
په ليبيا کې وروستي نښتې د دې سبب شوې چې امريکا، دملګرو ملتو سازمان او ترکيه خپل ديپلوماتيک کار کوونکي له دغه هيواد څخه وباسي، دليبيا لويديځ شريکان دتيلو دصادرونکو هيوادونو دسازمان ((اوپک ))  دغړي دحالاتو انديښنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته