ټولنه

په بلخ کې دکاشي جوړولو صنعت بيا پرانستل شو.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
په بلخ ولايت کې دکاشي جوړولو د صنعت دبيا احيا کولو کار نن پيل شو دغه دستګاه دشل جريبه ځمکې په ساحه کې د دوست هيواد هندوستان له خوا دشپږ اويا زرو امريکايي ډالرو په لګښت شپږو مياشتو کې جوړيږي.
دبلخ ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغې دستګاه پخوا په ابتدايي ډول فعاليت کاوه چې له اتو څخه تر لسو تنو پورې پکې کارکاوه او دخپل منځي جګړو له امله له منځه لاړه او دکاشي جوړولو صنعت له خنډ سره مخامخ شو.
حليق زياته کړه : ددغې دستګاه په جوړلوو سره دکاشي جوړلوو صنعت بيا را ژوندى کيږي او کولاى شو ددغې دستګا له توليد څخه په تاريخي څليو او نورو برخو کې کار واخلو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته