
کابل، د وږي ۱۲مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو په شتون کې د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د دغه کتنې په پیل کې د ټاپي پروژې رئیس د یادې پروژې د پرمختګ په اړه لنډ معلومات وړاندې کولو وروسته دواړو لوریو د کار د عملي پيل او فعالیتونو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې موږ د یادې پروژې د کار او فعالیت د پيل کېدو غوښتونکي یو، د دې پروژې د پلي کولو لپاره د ښه امنیت شتون او ټول شرایط برابر دي او اسلامي امارت به د یادې پروژې د پلي کولو په برخه کې له هېڅ ډول همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
د یادې کتنې په پای کې دواړو لوریو د پروژې په پلي کولو او د همکاریو پر دوام ټينګار وکړ.