ټولنه

د افغانستان د عالمانو سرتاسري شوری د روان کال د تلې میاشتې له (۲۹) مې نېټې څخه خپلې نوبتي غونډې د دې شوری د رئیس قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ پیل او د هېواد په روانو حالاتو او موضوعاتو یې هراړخیزې خبرې او بحثونه وکړل.

کابل باختر دلړم دمياشتې ١ :
د افغانستان د عالمانو سرتاسري شوری د روان کال د تلې میاشتې  له (۲۹)  مې نېټې څخه خپلې نوبتي غونډې د دې شوری د رئیس قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ پیل او د هېواد په روانو حالاتو او موضوعاتو یې هراړخیزې خبرې او بحثونه وکړل.
د هغو له جملې څخه په مسلمان ولس غږ وشو، ترڅو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د الهي ارشاداتو او نبوي هدایاتو مطابق داسې چا ته رایه ورکړي، چې مسلمان، متقي، پرهېواد مین، د ملت خواخوږی، پخپلو ژمنو وفاکوونکی، عادل، د مظلومانو ملګری، ددیني او سیاسي بصیرت لرونکی، ښه اداره چي او داهلیت او لیاقت لرونکی وي، ځکه رایه یو ستر امانت دی او باید اهل ته وسپارل شي.
همدا راز په کابل کې د یو زیات شمېر اسلامي هېوادونو د جیدو او مشهور علماوو نړېوال کنفرانس پرېکړه لیک تائید شو چې په هغه کې راغلي دي:
• افغانستان یو خپلواک، اسلامي هیواد او د اسلامي امت یوه نه بېلېدونکې برخه ده، دیني شعایر په کې جاري دي، نظام یې جمهوري دی او درې ګونې قواوې په کې فعالې او په محاکمو کې یې فیصلې د اسلامي شریعت سره سمې ترسره کیږي، قانوني او مشروع حکومت لري، نو شرعاً دداسې یو نظام پروړاندې جنګېدل او قیام کول جواز نلري.
• د افغانانو ترمنځ د روان جنګ او وژلو لاملونه مادي او سیاسي بڼې لري او پر کوم دیني اساس او اصل نه دي ولاړې. بناء د علماوو کار دی چې روانو شخړو ته سوله ییز حل پیدا کړي او د خلکو د ذهنونو په روښانه کولو سره کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.
شورا هغه اعمال چې د بې ګناه مسلمانانو د وژلو او ټپي کېدلو لامل ګرځي؛ په کلکه محکوم کړل او په ځانګړې توګه يې د لوی اختر په مبارکه ورځ کې د لوګر ولایت په جامع جومات  حمله چې چاودېدونکي توکي یې د الله جل جلاله په مبارک کتاب کې ځای پرځای کړي وو او د نوموړي ولایت د والي ارسلا جمال د شهادت او د بې ګناه مسلمانانو د ټپي کېدلو باعث شوه؛ غیر اسلامي او غیر انساني عمل وباله او د مسئولو مراجعو څخه یې د پوره پلټنې غوښتنه وکړه.
همدارنګه شورا د لویې جرګې د جوړېدو په هکله هیله وښوده چې په نتیجه کې یې هغه څه ورڅخه راووځي چې د اسلام سره سم او زمونږ د مسلمان ملت په خیر او ښېګڼه تمام شي.
د شورا غونډې په راتلونکو ورځو کې هم دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته