امنیت

دبغلان پو ليسو دطالبانو يوه ا ندازه جنګي وسايل ترلاسه کړل .

کابلباختردسرطان ٩
دبغلان ولايت پوليسو د تيرې يوې اوونۍ په بهير کې ديو لړ چاڼيزو عملياتوپه بهير کې د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه کړل .
دبغلان ولايت د امنيې قو ماندانۍ سرپرست سمونوال محمد صادق مرادي نن په يو خبري کنفرانس کې د تيرې يوې اوونۍ په بهير کې ددغه ولايت دپوليسو برياليتوبونه بيان کړل .
مرادي وويل چې پوليسو دډنډغوري ،جرخشک ،خنجانو او د ده صلاح په مربوطاتو کې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې دوه کلاشينکوفونه ، يو يوولس ډزې ، د تو غندي ويشتوونکي څلورماينونه د هاوان يوسلو دوه ديرش ماينونه ، د چريکي هاوان شپږ ماينونه ، ددوه اتيا ميلي متري توپ نولس ګو لۍ ، د بي ، ام يو توغندي اتلس ماينونه ،دتوپ د ګو لۍ ديرش سرګلو لې ، د بي ام ، يو تو غندي څلرويشت سرګلولې او پنځوس کيلو ګرا مه چاوديدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته