امنیت

په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو لوى قوماندان سبا پاکستان ته سفر کوي .

اسلام اباد  باختر د چنګاښ  شپږمه

  ټاکل شوې ده  په افغانستان کې دامريکايې ځواکونولوى قوماندان جنرال جان آلن  سبا پاکستان ته ورسيږي اودناتو دتداراکاتي  لارو  دبيا پرانستلو په باب له پاکستاني مامورينو سره خبري وکړي .

 جنرال آلن به په دې سفر کې  دپاکستان داردو له لوى درستيز جنرال اشفاق  پرويز کياني سره په افغانستان کې دميشتو دناتو دځواکونو د ځمکنيو تدارکاتي لارو دبيا پرانستلو په باب خبري وکړي .

 په افغانستان کې دناتو دميشتو ځواکونو تدارکاتي لارې په مومندو ايجنسۍ کې دپاکستاني پوځيانو پر يوې پوستي دناتو دتيرکال دليندي دمياشتې دڅلورمې  نيتې له بريد  وروسته وتړل شوي .

 امريکايي اوپاکستاني ديپلوماتانو په وار وار ددغو لارو دبيا پرانستلو په باب خبري وکړې  خو تراوسه پورې په دې باب دحل کومه عملي لاره يي نه ده پيداکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته