-کابل باختر د ليندي درې ويشتمه :
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې ديولړهوايي اوځمکنيو بريدونوپه بهير کې دداعش دډلې شل تنه غړي ووژل شول .
په دغو داعشيانو په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت ددربابا ، هسکې مينې او دکوټ دولسواليو په مرپوطاتو کې بريدونه شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته خبرورکړ چې په دغو ځمکنيو او هوايي بريدونوکې دداعش دډلې شل تنه غړي وژل شوي اويوشمير نور ټپيان شوي دي .
ده وويل داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې درې ماينونه کشف او شنډ کړل . ددغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دى نيول شوي .
ديوبل خبرله مخې، پوځيان دننګرهار ولايت دلعل پورې او اچين دولسواليو په مربوطاتوکې ددښمن دجنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه ئيز مقامات وايي چې داعشيانو له دغو وسلو څخه په ډار اچوونکو فعاليتونو کې استفاده کوله .
0 1 دقیقه لوستل