نړۍ

دعراق دکربلا اوالانبار دولايت ترمنځ دخندق کيندل

بغداد ايرنا   باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
دعراق  د( الفراد) دعملياتو قوماندان قيس المحمدآوي اعلام وکړ  چې  دالانبار  له ولايت څخه  د کربلا ولايت ته دوسله والو افرادو دنفوذ دمخنيوي په مقصد ددغو  ولايتونو ترمنځ خندق  کيندل کيږي  او نظارتي برجونه  جوړيږي .
د (آرم) نيوز دخبري سايت  دخبرله مخې :  جنرال قيس المحمدآوي  چې دعراق  دجنوبي او ختيځو  ښارونو دامنيت دتامينولو مسووليت په  غاړه لري  وويل  چې پوځي او امنيتي ځواکونو په کربلا ښارکې  ددغه ولايت دشمالي پولو دامنيت دتامينولو په مقصد  په دغه کار  لاس پورې کړى دى  چې کربلا ته  دوسله والو عناصرو  دنفوذ مخه ونيسي .
دغه جنرال زياته کړه  چي  مودې امنيتي طرحې   انعطاف منونکې دي او د وخت
په تيريدو سره ښايي بدلون ومومي . 
جنرال المحمدآوي  ټينګار وکړ چې له پوځي او امنيتي ځواکونوسره دخلکو همکاري ډيره ښه ده   .
دهمدې خبرله مخې : تروريستان په معمولي ډول   دکربلا له ولايت سره  له سرحدي سيمو څخه ؛ دغې سيمې ته راځي  او دبمي موټرو په واسطه  په خلکو او په مقدسه اماکنو بريدونه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته