ټولنه

دمشرانو جرګې دشکايتونو داوريدو دکميسيون هيئت شمالي سالنګ ته سفر وکړ .

کابل باختر دکب يو ويشتمه :
دسنامجلس دعمومي غونډې له پريکړې سره سم  د ډاکتر زلمي زابلي  په مشرۍ  دمشرانو جرګې  د شکايتونو داوريدو دکميسيون هيئت پرون  په داسې حال کې چې  دبريښنا شرکت مسوولين او دمشرتابه هيئت غړي  هم حاضر و  شمالي سالنګ ته سفر وکړ او دبريښنا  دهغو ستنو  دپيوستون په خاطر  چې دواورې ښوئيدنې له امله  ويجاړې شوې دي  دتخنيکي مسوولينو  کړنې  او فعاليتونه  له نږدې وڅيړل .
   دمشرانو جرګې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې سفر کې  مشخصه شوه  چې په سالنګونو کې  دنامساعدو  جوي حالاتو  او شرايطو په نسبت  آن  څو متري  واټن  دليدنې وړ نه دى  او دبريښنا  دمزو دترميمولو لپاره  شرايط   دبريښنا شرکت  تخنيکي ټيم ته  ناشونې او نامساعد دي .  چې آن  په سيمه کې  دکافي  آکسيجن  دنشتوالي  ، توپان ،  دواورې دسخت اورښت  او دهوا  دسړښت په نسبت  ځينې کارکوونکې  د ضعف له حالت سره مخامخ کيږي . خو سره له دې هم دبريښنا شرکت تخنيکي ټيم په څليرويشت ساعته فعاليتونوسره  په ساحه کې په کار بوخت دي  چې  دمسوولينو دهڅو او هاند له امله  سل ميګاواټه بريښنا  دهيوادوالو دلومړنيو اړتياو دلرې کولو په مقصد  دډيرو ستونزو  په ګاللو سره  تامين کړې ده .
چې دبريښنا شرکت  دمسلکي ټيم  دغه درايت  او کړه وړه  دکميسيون دغړو دستاينې  او درناوى وړ  وګرځيدل  او کميسيون پريکړه وکړه هغه تخنيکي ټيم چې په ساحه کې کار کوي  دبريښنا شرکت له رييس سره دې  دشنبې دورځې په غونډه کې دمشرانو جرګې  دشکايتونو  داوريدو دکميسيون  له خوا  له مادي او معنوي پلوه  وستايل شي . او هم کميسيون مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې  دبريښنا  دستنو دډير ژر درولو په خاطر دې  کافي  مسلکي پرسونل  او تجهيزات  ساحې ته  وليږي  او دشکايتونو داوريدو  دکميسيون رييس  له دغه  تخنيکي ټيم سره  ژمنه وکړه  چې مرکز ته دستنيدو په وخت کې به   موضوع  دمشرانو جرګې  عمومي غونډې  او دجمهوري رياست  له عالي مقام سره  طرحه کړي .  چې له هرراز  امکاناتو سره  په استفادې  او د ماهرو کسانو په استولو سره  دبريښنا شرکت له ټيم سره  دبريښنا دپرچاوي  دستونزو دحل کولو په لاره کې  جدي همکاري وشي.
  ديادونې وړ ده  چې په کابل ښار کې دبريښنا کمښت ددې سبب شوى دى  چې په ښار کې دشپې له خوا  غلا زياته شي  او خلک  له زياتو ستونزو سره مخامخ دي او ددې غوښتنه کوي چې دچارو مسوولين  ددغې انديښنې  دلرې کولو په خاطر  په راتلوونکې کې  ځانګړي تدبيرونه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته