ټولنه

دغور دپسابند اوسيدونکي خوراکي توکو ته لاس رسى نه لري

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
دپسابند  ولسوالۍ اوسيدونکي دخوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي او قحطي  دوى ګواښوي .
دغور دوالي وياند عبدالحي  خطيبي  دباختراژانس خبريال ته وويل:  پسابند ولسوالۍ ته مواصلاتي غځيدلې لارې له مياشتو مياشتو راپديخوا تړلې دي او دخوراکي توکو بيه په بې ساري  ډول پورته شوې ده چې دسيمې خلک يې د پيرودنې توان نه لري .
له بلې خوا وسله وال طالبان دخلکو په ځمکو کې  کوکنار کرلي  دي او دوى ته دغنمو دکرلو اجازه  نه ورکوي .
ده وويل دغه مسئله  ددې سبب شوې  ده چې له  قحطي  سره لاس اوګريوان شي . ده زياته کړه چې دغې ولسوالۍ ته دغځيدلو لارو دپرانستلو لپاره هلې ځلې  پيل شوې دي او ډير ژر به دخلکو ستونزې لرې شي .   ختم_ سعيده_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته