سیاست

دلويې جرګي پريکړه به د خلکو په ګټه وې

دسمنګانو ولايت خلک او مسئو لين د افغا نستان او ا مريکا ترمنځ د استراتيژيک تړون دلاسليک کولو په مقصد ددوديزې لويې جرګي جوړيدل په را تلونکي کې د هيواد په ګټه بو لي

دغه موضوع د ايبکو ښار يو تن قومې مشر د باختر اطلاعا تي اژانس ته څرګنده کړه او ويې ويل له پخوا زما نو څخه افغا نستان دشورا ګانو هيواد دي او زموږ پخوا نيو خلکو کله چې د هيواد او خلکو دبرخليک په باب تصميم نيوه اويا هم له کو مې سترې ستو نزې سره مخامخ کيدل بيا به دوي لو يه جرګه چې د افغا نستان د خلکو ځانګړى فرهنګ دي جوړ وله اود خلکو له استا زو سره به يې سلا مشوري کو لې

دده دڅرګندونو له مخې لو يه جرګه چې په نږدى را تلونکى کې د هيواد په پايتخت کا بل ښار کې جوړيږې په دې جرګه کې هم په يوې سترې مسئالى د افغا نستان او ا مريکا ترمنځ د استرا تيژيک تړون دلاسليک کولو په باب سلا مشوري کيږي او هغه تصميمو نه چې په دې لو يه جرګه کې نيول کيږي په را تلونکى کې به د افغا نستان د خلکو په ګټه وې

ده زيا ته کړه په اوس وخت کې هغه استا زي چې په دغه ولايت کې ټاکل شوي دي اود مرکز په لور روان دي دسمنګا نو مخور او مشران دي او هم هغه تصميمو نه چې دوي نيسې ملا تړ يې کوي

په همدى حال کې دسمنګانو ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رئيس فتح الله وافي دلو يي جرګي د جوړولو ملا تړ و کړ او ويې ويل په لو يه جرګه کې ددغه ولايت ونډه يوولس تنه دي چې له ولايتې شورا څخه درې تنه غړي ، له ولسواليو څخه شپږ تنه مخور او قو مې مشران او ددغه ولايت له مرکز څخه دوه تنه وټا کل شول

دده دڅرګند ونو له مخې دغه کسان په پارلمان کې د خلکو ديوشمير وکيلا نو د ولايتې شورا اود ولايت د مشرتا به هيئت له مشورو وروسته ټا کل شوي دي

ده وويل په همدې دليل دغه کسان دخلکو رښتينې استا زي دي او موږ په خپل وار سره د لويې جرګي دپريکړو ملاتړ کوو .

له بلي خوا هم يو شمير خلک لو يه جرګه غيرقا نو ني بو لى

دايبکو ښار يو تن او سيدو نکى حامد وويل موږ اوس په افغا نستان کې پارلمان لرو له دې امله ددغه شان جرګو جوړيدل دپارلمان شتون تر پو ښتنې لا ندې نيسې او پريکړى يې هم غير قا نو ني دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته