قندهار باختر د جوزا د میاشتې ۹ مه
د قندهار ولایت د پنځمې حوزې اړوند د مېوې مارکېټ ته څېرمه د مستریانو په یوه ورکشاپ کې نن سهار چاودنه وشوه چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
د قندهار د والي ویاند محمد داوود احمدي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د ټپيانو حالت د ا ندېښنې وړ دی.
تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ