اقتصاد

د ماليې وزير د انګلستان د نړيوالې پرمختيا له وزير سره وکتل

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
د ماليې وزير اکليل حکيمي د انګستان د نړيوالې پرمختيا له وزير روى استوارت، په کابل کې د انګلستان له سفير دومينک جرمي او د انګستان د سفارت له استازي صوفيه کانست سره د جمهوري رياست په ارګ کې وکتل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې د بروکسل کنفرانس لپاره د دولت د تياري، د ماليې وزارت د لومړيتوبونو، د سيمې د پيوستون، انرژۍ ، له فساد سره د مبارزې، د عوايدو د راټولولو او د خواف-هرات د اوسپنې د پټلۍ په اړوند چې په روانه اوونۍ کې پرانستل کيږي؛ خبرې وشوې.
د ماليې وزير د بروکسل کنفرانس لپاره د تياري او په دې برخه کې د دولت له خوا د ترسره شويو کارونو په باب هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
د ماليې وزارت د ملي عوايدو د زياتوالي او د ترانسپورت له لارې د سيمې د پيوستون او د انرژۍ په برخه کې تمرکز کوي چې ښه مثال يې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د دريمې برخې پرانستل دي چې په روانه اوونۍ کې ترسره کيږي.
ده زياته کړه: د ترکمنستان هېواد هوډمن دى چې ٤٠٠ کيلو واټه بريښنا او د ټاپي پروژه ده؛ افغانستان له لارې پاکستان ته وليږدوي. دا به د سيمې د اقتصادي پرمختيا لپاره ګټور وي.
د انګلستان د نړيوالې پرمختيا وزير له افغانستان سره د خپل اوږدمهال ملاتړ او مشارکت د دوام ژمنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته