ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا

دتايلند هيواد دماستري ددوري يوشمير تحصيلي بورسونه چې شمير يي پنځلسو ته رسيږي دلوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړي دي اوپه ليک کې يادونه شوې ده چې هرکورس ته دې بايد له څلورو کانديدانو څخه زيات معرفي نه شي .

بورس ورکوونکي هيواد دغو بورسونو ته دغه شرايط ټاکلي دي :

_ کانديدبايد TOFEL و IELTs په سويه انګليسي سرتيفکيت ولري .

اړونده تحصيلي سندونه اوفورمي دې بايد ددسمبر دمياشتې له شپاړلسمې نيټې څخه مخکې دتايلند سفارت ته وسپارل شي .

هغه کانديدان چې دغه شرايط ولري اوTOFEL و IELTs سند اويامعادل يي ولري کولاي شي په انګليسي متن دديپلوم او ترانسکرپت په گډون له بشپړو تحصيلي سندونو سره دروان کال دلړم دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه ديکشنبې په ورځ دلوړو زده کړو وزارت دبهرنيو اړيکو اودفرهنګي چارو رياست ته ورشي اوداړتيا وړ سندونه دراتلوونکو اجرااتو په خاطر ډک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته