امنیت

ددايکنډي ٣٥ تنه اوسيدونکي دطالبانو له خوا اسيران شوي دي .

کابل باختر د لړم شپږمه :
ددايکنډي  ولايت دګجران ولسوالۍ  ٣٥ تنه اوسيدونکي دوسله والو طالبانو له خوا په قندهار کې اسيران شوي دي .
ددايکنډي  دوالي وياند علي اکبر ناطقي  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه کسان دوه ورځې مخکې  دوسله والو طالبانو له خوا دګجران ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دقندهار د لوى لارې په اوږدوکې له يوه مسافر وړونکي موټر څخه په يرغمل  نيول شوي دي
ناطقي وويل چې ددغو مسافرانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي او ددوى دازادولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
ويل کېږي طالبانو دوى يو نامعلوم  ځاى ته ليږدولي دي او پوليس دپلټنې عمليات پيل کړى دي .
  ختم_ عطا الله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته