سیاست

جمهوررئیس غني د هند له لومړي وزیر سره وکتل

کابل- باختر – د غبرګولي ۲٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماخوستن د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په پلازمېنه بېشکیک کې وکتل.
د جمهورر‌‌‌ئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمه ییز اتصال، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د هند د همکاریو قدرداني وکړه او ويې ویل: باعزته او تلپاتې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب او مسوولیت دی او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې خپلې همکارۍ همغږې او منظمې کړي.
د هند لومړي وزیر، په بېلابېلو برخو کې له  افغانستان سره تېرو مرستو ته په اشارې، یوځل بیا د خپل هېواد په استازیتوب د همکاریو ډاډ ورکړ او وې ویل: هند به د افغانستان د دوست او ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان ترڅنګ وي.
هغه زیاته کړه: هند د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.
پاى –  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته