امنیت

طالبانوپه غزني کې يو سړى دوژنې په تور وواژه

کابل باختر د زمري دمياشتې ٣ :
وسله والو طالبانو په غزني ولايت کې  په يوه صحرايي محاکمه کې يو سړى  دغلا او وژنې په تور  وواژه .
دوسله والو  طالبانو دډلې افرادو پرون ناوخته  دذلفو په نامه يو سړى په دې تورچې ګنې په غلا اووژنې يې لاس پورې کړى  دى، دده يک ولسوالۍ په کولالکو کلي کې  دسيمې  دسلګونو تنو خلکو په وړاندې په ډزو سره وواژه .
دغزني ولايت د ده يک ولسوالۍ  يو اوسيدونکى چې ددغې پيښې  شاهدو، وايي چې وسله والو طالبانو په دغه سړي دوژنې او غلا دتورونو له لګولو وروسته دى په ډزو سره وواژه .
ده وويل  چې ددغه سړي په صحرايي محاکمه کې  څه پاسه سل تنه کليوالي اوسيدونکي راټول شوي  وو.
دغزني ولايت دده يک ولسوال کريم الله  دباخترآژانس له خبريال سره په اړيکه کې  دوسله والوطالبانوله خوا ددغه سړي وژل کيدل تائيدوي.
دى وايي ذلفو هغه سړى چې دطالبانوله خوا اعدام شو دسيمې اوسيدونکى و.
تراوسه پورې روښانه نه ده چې دغه سړي په رښتيا په غلا او وژنې لاس پورې کړى و  او څنګه  ؟  خوپه هر صورت  دقانوني پړاونوله بشپړولو پرته اوهغه هم  ديوې تروريستي ډلې دافرادو له خوا  دکولالکو دکلي دخلکو کرکه او نفرت  راپارولى دى .دکولالکو دکلي اوسيدونکي وايي  چې ددوى په کلي کې  دوسله والو طالبانو دپراخ شتون په دليل دولتي ځواکونه  تګ راتګ نه شي کولاى او جګړه ماران څه چې و غواړي  په ملکي وګړو ترسره کوي.په همدې حال کې  دغزني ولايت  پوځي قوماندانان وايي  چې ددغه سړي  داعدام داصلي عامل دپيژندنې اونيولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي.وسله وال طالبان تل  په هغو کليو کې چې دولت کم نفوذ لري دخلکو په ځورونې  اوپه  صحرايي محاکمو  لاس پورې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته