ټولنه

په هلمند کې د بريښنا د مزو او پايو د بيا رغاونې کار دوام لري

کابل /د وږي ٣١مه /باختر
د جګړې له پاى ته رسيدو وروسته په افغانستان کې دبريښنا شبکو د ترميمولو او بيا رغاونې بهير پيل شوى دى.
هلمند له هغو ولايتونوڅخه دى چې د بريښنا شرکت په دغه ولايت کې د بريښنا د مزو او پايو د ترميمولو په حال کې دي.
د هلمند د بريښنا شرکت يومسوول باختراژانس ته وويل چې دوى په هلمند کې د بريښنا د مزو، پايو او جنګشنونو د ترميمولو اوبيا رغاونې کار پيل کړى دى .
هغه وويل چې همداواوس د لشکرګاه ښار له جنګشن څخه د دغه ولايت د دوراهي د بريښنا تر جنګشن پورې د بريښنا شبکې د ترميمولواو بيا رغاونې کار دوام لري .
هيله کېږي چې تر راتلونکو٦مياشتو پورې د هلمند دبريښنا تاسيسات په بشپړ ډول ترميم او ورغول شي.
د بريښنا شرکت مسوولين وايي چې د هلمند د بريښنا شبکې په ترميمولو او بيا رغولو سره به په زرګونونور خلک له بريښنا څخه ګټه واخلي.
د هلمند بريښنا د نورو ولايتونو په شان له کورني منابعو اوله وارداتي بريښڼاڅخه تامنېږي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته