روغتیا

د ميدان وردکو د پوهنې رياست پر کارکوونکو د کرونا واکسين تطبيق شو

کابل / د کب ۲۳مه / باختر
د ميدان وردګو د عامې روغتيا رياست د دغه ولايت د پوهنې رياست پر کارکوونکو د کرونا واکسين تطبيق پيل کړ.
د ميدان وردګو د پوهنې رييس ډاکټر محمد سعيد منصور ويلي دي چې د کرونا واکسين د لومړي ځل لپاره د پوهنې رياست پر تدريسي مرستيال عبدالهادي باور او د دغه ولايت د پوهنې رياست پر کارکوونکو تطبيق شو.
په همدې حال کې د ميدان وردګو د عامې روغتيا رياست مسوولين د دغه ولايت د پوهنې رياست پر همغږۍ ژمنه وکړه چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د پوهنې رياست پر ټولو کارکونکو د کرونا واکسين تطبيقوي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته