ټولنه

په غور کې د يوولس کيلومتره سړک دپخولو کار پيل شو .

کابل باختر دليندي  يو ويشتمه :
په غور ولايت کې نن ديوولس کيلومتره سړک  دکريړ اچولو او دترميمولو کار پيل شو .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطﻻعاتو مسوول حبيب  بهزاد دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه سړک دکريړ اچولو او ترميمولو کار په بند نو، شور قريه  او اب تګوک کلي کې پيل شوي او دپسابند  ولسوالۍ ددهن خره سنګ کلي پورې دوام کوي .
ده وويل دغه سړک ددايکنډي ولايت  ګټي ولسوالۍ يې دغور ولايت له پسابندولسوالۍ سره نښلوي  . چې دده کار د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دساحوي انسجام دپروګرام له لارې پرمخ ځي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته