امنیت

په دوو عملياتوکې نهه طالبان وژل شوي او ١٤ تنه يې ټپيان دي

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
په فراه ولايت کې دامنيتي  ځواکونو په عملياتوکې  نهه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شول .
په فراه ولايت کې دملي اردو دځواکونو وياند  عبدالرووف  رحماني باختراژانس ته خبر ورکړ: ددغه ولايت په مربوطاتو کې په دوو جلا جلا عملياتو کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شو ل.
  رحماني وويل چې عمليات دملي اردو او دملي پوليسو دځواکونو له خوا په ګډه دوسله والو طالبانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په موخه  ترسره شول .
  رحماني وويل  : په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې دبالابلوک ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ترسره شول  څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه  نور يې  ټپيان شول .
رحماني زياته کړه: په دغو عملياتو کې ٤٧  کيلوګرامه چاوديدونکي توکي  ، ترلاسه شوي او پنځه ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
ده زياته کړه: دغه راز په هغو عملياتو کې چې دفراه ولايت دسياه جنګل  په کلې کې ترسره شول پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
ويل شوي دي چې په دغو عملياتو کې داردو دوه سرتيري  هم ټپيان شوي دي .
دفراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ او دهغې شاوخوا  سيمو  دچاڼيز عمليات له څه مودې راپديخوا دوام لري . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته