ورزش

دکرکټ ټيمونه د داوطلبۍ له لارې دشپږيزوليګ لپاره وپلورل شول .

کابل باختر د ثور ٢٦:
  دلومړى ځل لپاره دکرکټ يوشمير  ټيمونه دداوطلبۍ له لارې دکرکټ ليګ لوبو ته په لوړه بيه وپلورل   شول .
دافغانستان  دکرکټ بورد دوياند مرستيال شرف الدين شاکر دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ټيمونه دکورنيو او بهرنيو سوداګرو له خوا دڅه دپاسه شپږ سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت اخستل شوي دي .
شاکر وويل چې دبند امير ټيم دراشد ارمان په کپتانۍ  په ١٥٠٠٠٠ډالرو دنهنګانو دآمو ټيم دميرويس اشرف په کپيتانۍ  په ١١٠٠٠٠ ډالرو دکابل  دبازانو  ټيم داصغر ستانکزي  په کپتانۍ  په  ٨٩٠٠٠  ډالرو، دمس عينکو ټيم دنبي عيسي خيل په کپتانۍ  په  ٩٠٠٠٠ ډالرو دبست  دنګهبانانوټيم دشاهپور  ځدران په کپتانۍ په ٨٠٠٠٠ ډالرو  او دغه راز دسپين غربازانو ټيم دشفيق الله شفق په کپتانۍ  په ٦٩٠٠٠ ډالرو  پلورل  شوي دي .
شاکر وايي چې په پام کې لري تر څو   دشپږو  ليګ لپاره  هم دلوبغاړو ټاکلو بهير دداوطلبۍ  له لارې ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته