کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢١
يو قومي مشر تيره شپه په فارياب ولايت کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو دبريد له امله ووژل شو .
په محمدنعيم باى د تيرې شپې د نهه نيمو بجو په شاوخوا کې دفارياب ولايت په مرکز ميمنې ښارکې ددغو کسانو دبريد له امله ووژل شو.
ددغه قومي مشر يوه ګاونډى دباختر آژانس خبريال ته وويل : وسله والو کسانو په محمد نعيم باى په داسې حال کې چې ويده و، ډزې کړې دي .
دفارياب ولايت سيمه ييزو مسولينو تراوسه پورې ددغې پيښې په باب نظر نه دى
څرګند کړى .
دمحمد نعيم باى خپلوان وايي چې دى شتمن و ښايي دخپل ګوم پوروړي له خوا وژل شوى وي نعيم باى دولتي دنده نه لرله .
خو کلونه کلونه دميمنې په ښارکې ديو قومي مشر په توګه پيژندل کيده.
تراوسه پورې په دغه قومي مشر ديرغلګرو دهويت او دترور د انګيزې علت نه دى روښانه شوى.
1 1 دقیقه لوستل