ټولنه

په بدخشان کې دراي ورکوونکو د نوم ليکنې بهير په سستى سره پرمخ ځي .

کابل باختر د  ثور  لومړى :
دبدخشان ولايت  په فيض اباد ښار کې  دراي ورکوونکو  دنوم ليکنې په څلورويشت مرکزونو کې دشپږو ورځو په بهير کې  څه ناڅه پنځه سوه تنو نومونه ليکلي دي .
په بدخشان ولايت کې  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  ددفتر ترينر انجنير محمد دين خواهاني  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دشپږو ورځو په بهير کې  پنځه سوه تنو دنوم ليکنې په شلو مرکزونو کې  نومونه ليکلي دي چې شپږ څلويښت تنه يې  ښځې دي .
ده وويل  چې څلور مرکزونه  دامنيتي ستونزو له امله تړل شوي دي . او ټاکل شوې ده سبا درې مرکزونه يې پرانستل شي .
خواهاني  په فيض اباد ښار کې  دراي ورکوونکو د نوم ليکنې دبهيردکمزورتيا په باب وويل    ځينې عوامل سبب شوي دي  چې خلک  دنوم ليکنې له بهير سره  لږ علاقمندي  ونيسي . دتذکرې تر شا دامنيتي چسپونه لګول  خلک انديښمن کړي دي  چې ښايي  دسفر په وخت کې  په ناامنو سيمو کې  دوسله والو مخالفانو له خوا  وځورول شي  .
ده زياته کړه تراوسه پورې  په بدخشان کې دانتخاباتو دولايتي دفتر  دعامه پوهاوي څانګه  دپوهنتونونو له استادانو او محصلينو او خلکو  سره دراي ورکوونکو  دنوم ليکنې په باب  دپوهاوي په خاطر  اتلس غونډې کړي دي .  چې هره ورځ پنځوس تنه محصلين  دنوم ليکنې په مقصد دنوم ليکنې مرکزونو ته ځي . په بدخشان کې دسياسي ګوندونو د سمون دشورا وياند سميع الله سيحون  وايي په فيض اباد ښار کې دنوم ليکنې بهير له ډب سره  مخامخ دى . او په تيرو وختوکې  دانتخاباتو دکميسيون په نسبت  دخلکو بې باوري  ددې سبب شوى دى چې دنوم ليکنې په بهير کې لږه ونډه واخلي .
  ختم_   ج _ اکرم
                                      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته