کابل باختر دمرغومي دويمه
په ننګرهار ولايت کې پرون ديو ماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکې وګړي ټپيان شول .
دشمشادد٢٠٢ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دغه ماين چې دوسله والوطالبانو له خوا دننګرهار ولايت داچېن ولسوالۍپه مربوطاتو کې ښخ کړي شوي و د يو شخصي کرولا ډوله موټر دتيريدو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې دموټر دوه تنه سپرلۍ ټپيانې شوې .
ديوبل خبر له مخې دننګرهار ولايت دخوږيانيو ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون دوه تنه ددغه ولايت په مربوطاتو کې دکوکنارو دکرلو په تور ونيول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ