کابل باختردمرغومي ديرشمه :
د ژمينو رخصتيو په بهيرکې د ملي شورا د غړو د امنيت د تامينولو په اړوند د کورنيو چارو وزارت اعلاميه!
ټاکل شوې ده سبا د روان کال د سلواغې دمياشتې په لومړۍ نيټه دملي شورا غړي ژمنيو رخصتيو ته لاړ شي او په ولايتونوکې له خپلو موکلينو سره ليده کاته وکړي.
له دې امله د کورنيوچارو وزيرمحمدعمر داودزي په ولايتونوکې د پوليسوټولو قطعاتو او جزوتامونو ته لارښوونه کړې ده؛ سرله سباچې د ملي شوراغړي د خپلې استوګنې سيمو ته تللي او د خلکو د ستونزو په څيړنې بوخت دي؛ دخپلو پروګرامونو لپاره جدي امنيتي تدبيرونه ترلاس لاندې ونيسي او په دې لاره کې له هيڅ راز هڅو او هاندڅخه ډډه ونه کړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ