کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
افغانستان د بيان د آزادى په برخه کې د پاکستان او هندوستان په نسبت مخکې دى.
باختر اژانس د بې سرحده خبريالانو د نړيوال سازمان د رپوټ له مخې چې پرون د سلواغې د مياشتې په يوولسمه نيټه خپور شو؛ خبر راکړچې افغانستان دپاکستان او هندوستان په ګډون، له ټولو ګاونډيو هيوادونوڅخه د بيان د آزادى په برخه کې مخکې دى او د نړۍ په کچه په يو سلواته ويشتم مقام کې دى .
د بې سرحده خبريالانو د سازمان د رپوټ له مخې: افغانستان د بيان د آزادى په برخه کې د تيرکال په پرتله شل نمرې زياتې اخستې دي .
افغانستان تېرکال په يوسلو اته څلويښتم رديف کې و . په رپوټ کې ويل شوى دى چې افغانستان د بيان د آزادى په برخه کې زيات پرمختګ کړى دى او د رسنيو د برخې دکارکوونکو حالت ښه شوى دى .
1 1 دقیقه لوستل