نړۍ

اولاند:ترکيه دې بايد د اروپا په اتحاديه کې د شموليت لپاره د اصلاحاتو پنځه ديرش فصلونه بشپړ کړي

انقره باختر دسلواغي اتمه :
د فرانسي د جمهور رييس فرانسوا اولاند د څرګندونو له مخې: ددغه هيواد خلک به په يوه ټول پوښتنه کې د دغې مسئلې په باب تصميم ونيسي چې آيا ترکيه د اروپا د اتحاديې غړيتوب ترلاسه کړي او که څنګه؟
اولانددغه مسئله پرون د ترکيې په پايتخت انقره کې بيان کړه.
دى په وروستيو دوه ويشتو کلونوکې د فرانسې لومړنى مشر دى چې ترکيې ته سفرکوي .
اولاند وويل: که چيرې ترکيه د اروپا په اتحاديه کې د شموليت لپاره د اصلاحاتو پنځه ديرش فصلونه بشپړ کړي؛ فرانسويان به اروپا په اتحاديه کې د دغه هيواد د شموليت په باب ټولپوښتنه ترسره کړي .
ده وويل: ترکيې تراوسه پورې د اصلاحاتو څوارلس فصلونه بشپړکړي دي .
دا معلومه نه ده چې په فرانسه کې دغه ټولپوښتنه څه وخت ترسره کيږي.
د فرانسې پخواني جمهور رييس نيکولا سارکوزي د اروپا په اتحاديه کې د ترکيې د بشپړ غړيتوب مخالف و او ادعا يې کوله چې ترکيه د دغې اتحاديې له نورو هيوادونو سره زيات توپير لري.
د اروپا اتحاديې په دې وروستيو وختوکې د ترکيې په فضايي سيستم د زيات کنترول په دليل ددغه هيواد د صدراعظم  رجب طيب اردوغان په حکومت نيوکې کړې دي.
  په قضايي سيستم د ترکيې دحکومت کنترول په دې وروستيو وختو کې دفشار په باره کې دتحقيقاتو په ځواب کې زيات شوى دى. هغه تحقيقات چې په ترکيه کې يې په يو شمېر مخورو شخصيتونو بريدکړى دى اوپه بهيرکې يې دکابينې څو تنه وزيران له دندوڅخه يې ګوښه کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته