سیاست

ملي شورا د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د ارزونې ملي کمیسیون د ایجاد د طرحې هرکلی وکړ

کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  نن له غرمې مخکې د ملي شورا له استازو سره په سلام خانه ماڼۍ کې مشورتي ناسته لرله.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي شورا استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، حکومت په سختو شرایطو کې د هېواد د دفاع، د امنیت او ثبات د تامین، اصلاحاتو او د خلکو د هوساینې په برخه کې لوی ګامونه اخیستي دي.
هغه زیاته کړه، د عدالت تامین او انډوليز پرمختګ د ملي وحدت حکومت له لویو اهدافو او لومړیتوبونو څخه دي چې امکاناتو ته په پام به خپلو دغو موخو ته ځانونه رسوو.
اجرائیه رئیس وویل، درې کاله وړاندې د افغانستان کابینې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد تګلورې سالنګ ټاکلی او د ارزونې ملي کمیسیون به د دغې پروژې ټول اسناد وڅېړي او هیله یې څرګنده کړه چې دغه ارزونه به د قانون په چوکاټ  او د امکاناتو په رڼا کې د ټولو خلکو پوښتنې او غوښتنې حل کړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د افغانستان عزت او پرمختګ زموږ په وحدت کې نغښتی دی او وحدت په شعارونو نه، بلکې په عمل ټینګېږي. هغه زیاته کړه، د بنسټيزو او ملي پروژو تطبیق اقتصادي زمینې او عواید زیاتوي.
جمهور رئیس غني یادې ناستې ته د وینا پرمهال د ملي شورا له استازو څخه د دوامدارې همغږۍ او د ملي مسایلو په اړه مشورتي ناستو کې د ګډون له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، دوه اړخیز اعتماد، همغږي او همکاري د دې لامل کېږي چې موږ ټول په واضح جهت، اعتماد او اعتبار د ملت استازیتوب وکړو او غوښتنې یې پوره کړو.
جمهور رئیس څرګنده کړه، په عمده ملي مسایلو کې مشوره یو اساسي اصل دی او امید دی چې له ملي شورا او خلکو سره زموږ روابطو پر دغه اصل زموږ باورمندي تثبیت کړې وي.
جمهور رئیس وویل، د وارسا او بروکسل کنفرانسونو د کامیابۍ لپاره باید د سراسري سیاسي اعتماد فضا ایجاد شي او د دې فضا ایجاد د افغانستان د ملي شورا تاریخي دنده ده.
جمهور رئیس غني له فساد سره د مبارزې په موخه په هر اړخیز او سراسري پلان ټینګار وکړ. هغه څرګنده کړه، چې له دې پرته د ملت او نړیوالو اعتماد نشي جلبېدلی.
محمد اشرف غني وویل، د دې لپاره چې زموږ لومړیتوبونه تر پوښتنې لاندې رانشي، نو د انکشافي لومړیتوبونو په هکله باید یو واضح بحث ولرو.  هغه څرګنده کړه، د واحد ملت په توګه د افغانستان په هره نقطه کې تحرک باید د ټول افغانستان پرمختګ وبولو.
جمهور رئیس وویل، د پیسو نړیوال صندوق وړاندوینه داده چې سږکال حداقل څلور سلنه اقتصادي رشد لرلی شو. هغه زیاته کړه، د خودکفایي د طرحې او خپلو منابعو په اساس له اقتصادي ناورین څخه د راوتلو په حال کې یوو، مګر زیربنا باید په یو منطقي، اصولي او هر اړخیز بحث بدله شي، نه دا چې د يرغمل نيونې فضا رامنځته شي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، یو ملت چې پنځه زره کلن تاریخ لري هغه نه شي سپکېدلی. خپل ځان باید په خپله سپک نه کړو. هغه زیاته کړه، موږ ویاړلی ملت یوو او افتخار مو دادی چې ملي، سراسري او افغانستان شموله فکر کوو.
هغه زیاته کړه، هغه لس ولایتونه چې په تېرو دورو کې کمه توجه ورته شوې زه غواړم خاص وکالت او مسوولیت یې ماته راکړئ، داسې نه کېږي چې زموږ ولایتونه په مختلفو پېړیو کې ژوند وکړي، ټول باید اصولي فکر وکړو.
محمد اشرف غني وویل، موږ د پروژو کار له کاغذ څخه په تطبیق بدل کړ، د ټاپي اساس مو کېښود. کاسا۱۰۰۰ پرانیستل شوه، څو ورځې وروسته زه، د هندوستان لومړی وزیر او د ایران جمهور رئیس د چاه بهار قرارداد لاسلیکوو. ترکمنستان ته مو قناعت ورکړ چې د هرات له لارې کندهار او پاکستان ته یو نوی د برېښنا لاین لاړ شي. په عقرب میاشت کې به د ترکمنستان د اورګاډي کرښه له اقینې سره وصل شي او له اقینې به یې شېرخان بندر ته ورسوو.
جمهور رئیس غني وویل، له پنځو نورو هېوادونو سره نتیجې ته رسېدلي یوو چې د چین لار یوازې د مرکزي اسیا له لارې تېره نشي د افغانستان له لارې ترکمنستان سره وصل شي او همدارنګه ایران او چین سره وصل شي. هغه څرګنده کړه، چې تاجکستان غواړي  د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو په څېر زموږ له لارې  جنوبي اسیا ته ورسېږي.
د هېواد جمهور رئیس د سالنګ له تګلورې څخه د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د انتقال پرېکړه درې کاله وړاندې د افغانستان کابینې کړې وه. د اسماعیل خان د وړاندیز او مرحوم مارشال د لاسلیک په اساس موظف شویو پلاویو د سالنګ تګلورې ټاکلی دی.
جمهور رئیس غني وویل، د دې پروژې ټول اسناد ملي شورا ته سپارل کېږي. تاسو چې د څارنې صلاحیت لرئ، ټول اسناد وګورئ، ترڅو ګام پر ګام واضح شي چې چا، څه وخت  او د کومو دلایلو په اساس کومه پرېکړه کړې ده.
محمد اشرف غني وویل، د کابینې ټولې پرېکړې وګورئ. په تېرو درې کالو کې له بامیانو سره ژمنه شوې برېښنا له پنځه میګاواټه څخه زیاته نه وه، مګر موږ د نوې طرحې په اساس بامیانو ته ۳۰۰ میګاواټه برېښناورکوو.
جمهور رئیس غني وویل، د پخواني پلان په اساس  بامیانو ته په ۲۰۲۲ کال کې برېښنا ورکول کېده، مګر موږ  د سالنګ له لارې د برېښنا له انتقال سره همزمان بامیانو ته د زیاتې او مطمینې برېښنا وېش تامینوو.
په دې ناسته کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو، مشرتابه پلاوي او غړو د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د ارزونې ملي کمیسیون د ایجاد د طرحې هرکلی وکړ. هغوی زیاته کړه، چې د اساسي قانون مطابق موږ د عدالت د تامین او د انډوليز پرمختګ غوښتونکي یوو.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د درې ګونو قواو تر منځ همغږي حتمي وبلله او د ولسي جرګې په استازیتوب یې د حکومت له ملي برنامو او پروژو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه، د ملي برنامو د تطبیق پر وړاندې تقابل مردود دی.
هغه زیاته کړه، انکشافي برنامې د هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې په خاطر وي او موږ ټول په دې برخه کې د مثبت تحول غوښتونکي یوو. هغه څرګنده کړه، ملي برنامې او پروژې باید د اساسي قانون د حکمونو مطابق په عادلانه ډول تطبیق شي.
ښاغلي ابراهیمي څرګنده کړه، موږ د انکشافي برنامو د تطبیق تر څنګ د افغانستان د خلکو وحدت غواړو او له معترضینو څخه یې وغوښتل چې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د انتقال پر وړاندې له تقابل څخه لاس واخلي او د قانون، منطق او امکاناتو په اساس مناسبې حل لارې ته ورسېږي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وویل، د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د انتقال په هکله د مشرانو جرګې دریځ واضح دی، موږ په ټاکلي تګلورې د یادې برېښنا انتقال او انډوليز انکشاف غواړو.
ښاغلي مسلمیار وویل، یو شمېر سیاسي مشران په قومي مشرانو بدل شوي او دوی غواړي چې په دې ډول خپل ځوانان او ډلې منحصرې وساتي او دا د قوم پر وړاندې ظلم دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته