امنیت

په ننگرهار کی دطالبانو خپل منخی مرگونی برید

جلال آباد ښار دلیندی شپارلسمه باختر
په ننگرهار کی دطالبانو دغروترمنځ خپل منځی برید شوی.
ویل کیږی په دغه برید کی دوه وسله وال طالبان وژل شوی او شپژ نور تپیان دی.
د ننگرهار امنیه قوماندانی ویاند حضرت حسین مشرقی وال باخترآژانس ته وویل د طالبانو په خپل منخی برید کی دوه وسله وال وژل شوی او شپږتنه نور تپیان دی.
مشرقی وال زیاته کره چی په ټپيانو کی د طالبانو یو مشهور قوماندان مولوي الهام هم شامل دی .
تراوسه د دغه خپل منځی برید موخه نه ده روښانه شوی.
طالبانو هم د دغه برید په هکله څه نه دی ویلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته