قلات ښار د لرم دمیاشتی دری ویشتمه باختر
د زابل والي بسم الله افغانمل پرون د لوړو زده کړو څخه د راغلي پلاوي، په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي ډاکټر زلمي زابلي او د ولايتي ادارې د يو شمېر غړو په ملتيا په دغه ولايت کې په زر جريبه ځمکه کې د پوهنتون د بنسټ ډبره کېښوده.
د زابل والي بسم الله افغانمل باختر اژانس ته وویل چې دغه پوهنتون به په لومړي سر کې د ښوونې اوروزنې او کرنې دوه پوهنځي ولري.
د ده په خبر دا چې مخکې په زابل ولايت کې کوم پوهنتون شتون نه درلود او ګڼ شمېر اوسيدونکو يې د اقتصادي ستونزو له امله نه شواى کولای چې خپلې زده کړې بشپړې کړي، د دغو پوهنځيو په مټ به وکولای شي ترڅو خپلې زده کړې بشپړې کړي.
د يادونې وړ ده چې د زابل د والي افغانمل له پرله پسې هڅو له امله د لوړو زده کړو وزارت ورسره ومنله چې په دغه ولايت کې پوهنتون جوړ کړي، ځکه چې مخکې له دې به زابل ولايت کې کوم پوهنتون نه وو.
0 1 دقیقه لوستل