خبرونهامنیت

١٦ طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٤مه / باختر
١٦ وسله وال طالبان په ننګرهار کې د نويوجګړو په بهير کې ووژل شول او٨ نور تپيان شول.
دغه جګړې په وروستيو ٢٤ساعتو کې د خوږيانيو، بتي کوټ او اچين په ولسواليو کې هغه وخت ونښتې چې ډآر اچوونکي په ډآر اچونکو فعاليتونوبوخت و چې له ځمکې او هوا څخه پرې بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو جګړو کې ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغو جګړو کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې وسله والو طالبانو درې پټنځي هم دړې وړې شوي دي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته