فرهنګ

د ١٣٩٣ کال د نوروز د جشن د جوړولو دکميسون خبرتيا

کابل- باختر دلړم دمياشتې ١٧
د ١٣٩٣ کال د نوروز د جشن د جوړولو دکميسون خبرتيا
ټاکل شوې ده د ١٣٩٣ کال د لرغوني نوروز نړيوال جشن د سيمې د يوولسو هيوادونو په ګډون په کابل کې جوړ شي.
ددغه جشن د لاښه ترسره کولو په مقصدچې زموږ دهيواد د هويت ، تمدن او وياړښکارندوى دى؛ يوځانګړى کميسون جوړ شوى دى.
په ښه ډول ددغه جشن ترسره کول زموږ د خلکو جدي همکاري ته اړتيا لري. کميسون غواړي د خلکو په نظر او همکارى د دغه جشن د ترسره کولو لوګو يا نښان جوړ کړي.
له همدې امله له ټولو اديبانو، ليکوالو، شاعرانو او فرهنګيانو څخه هيله کيږي چې خپل شعرونه ، داستانونه، ادبي طرحې او ادبي ټوتې چې په موضوع پورې مربوط وي؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د توريزم د معينيت په پته يې وليږي . غوره ادبي طرحه او هنري اثر ته جايزه ورکول کيږي.
د زياتو معلوماتو په مقصد دې، له ٠٢٠٢١٠٣٣٤٦ ټيلفون لمبر سره اړيکه ونيول شي او دغه راز کولاى شي خپل شعرونه او طرحې [email protected]
ايمل آدرس ته وليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته